Asset 1SWN

ایران کې افغان کډوال: پولیس راڅخه پیسې اخلي او وهل‌ټکول کېږو

ایران-افغان کډوال

ایران کې یو‌شمېر افغان کډوال دغه هېواد کې د وروستیو اوونیو پرمهال د دوی پر وړاندې د حکومتي چارواکو چلند او څرګندونو اندېښمن کړې دي.

دوی وايي، د بې‌اسناده افغان کډوالو ترڅنګ هغه افغانان هم زورول کېږي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې چارواکو پرېکړه کړې چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

 دوی په وینا، د بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ قانوني کډوال هم د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول کیږي او ځورول کېږي.

ایران کې افغان کډوال فردوس وویل: «هغه کسان چې پاسپورټ لري، تګ‌راتګ نه‌شي کولی او هغه ځای چې پاسپورټ تمدیدوي بند دی. پولیس یې، نیسي، یا یې، شړي یا یې، پیسې اخلي. که پیسې نه‌وی وهي او ټکوي یې.»

ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نه‌شي، کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دوی شکایت کوي چې ایران کې هم د اوسېدو او کارکولو اجازه نه‌لري او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ایران کې افغان کډواله هدیه وايي، ایران ته د کار موندلو لپاره تللې؛ خو د هغې په وینا، هلته هم له ستونزو سره مخ ده. «افغانستان کې مې زده‌کړې وکړې او ایران ته راغلم چې کار راته پیدا شي، خو دلته هم ژوند سخت دی او هره ورځ فشارونه زیاتېږي.»

د چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره باید له ډیپلوماتیکو لارو هڅې وشي او هېواد کې دننه د کډوالو د منلو لپاره شته سرچینې هم باید په سمه توګه مدیریت شي.

د چاروکارپوه طالبي محمدزي سلام‌وطندار ته وویل: «ایران کې څه باندې دوه میلیونه غیرقانوني افغان کډوال ژوند کوي، که دوی وېستل کيږي، امارت یې، د جذب توان نه‌لري.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» په دې وروستیو کې ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال ۵۰زره ۶۳۹ کسان له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تللي او په همدې موده کې تر ۴۳ زره ډېر کسان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام