د سرپرست حکومت مسوولانو د غور او دایکندي ترمنځ پر لویه لاره د ۱۴ کسانو وژنه وحشیانه کړنه بللې او هغه یې په کلکو ټکو غندلې.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله م.ج.اهد نن جمعه، وږي ۲۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا.ا دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز لیکلي چې د یادو ولایتونو ترمنځ په اړوند سیمه کې ۱۴ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې یاد کسان د انسانیت د دښمنانو له‌خوا په بې‌رحمۍ وژل شوي دي.

هغه لیکلي: «زموږ ١٤ تنه عام هیوادوال د انسانیت د دښمنانو لخوا په ډیرې بې‌رحمي سره وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي. ا.ا.ا دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي، ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت ویاند همداراز ټينګار کړی چې د یادې پېښې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *