Asset 1SWN

اوکراین کې د کارګرو کمښت؛ د مېرمنو ګومارنه زیاته شوې

230510150532-05-ukraine-sheroes

 اوکراین کې روانې جګړې د نارینه‌ کارګرو او کارکوونکو شمېر کم کړی چې له امله یې شرکتونو او نورو کار‌ځایونو کې د مېرمنو او تنکیو ځوانانو ګومارنې زیاتې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه، سپټمبر ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي، د جګړې له امله له هېواده بهر د مېلیونونو کسانو تېښته او پوځ سره د لسګونه زره ځوانانو یوځای‌کېدل لامل شوي چې دغه هېواد د کارګرو او کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډېری کسب‌ګر او سوداګر اوس هڅه کوي، څو د خپلې سوداګرۍ مخته وړو لپاره مېرمنې، تنګي ځوانان او د ښوونځیو زده‌کوونکي پر دندو وګوماري.

د اوکراین مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، دغه هېواد خپل یو پر څلورمه برخه کاري ځواک له لاسه ورکړی دی.

د اوکراین اقتصاد وزارت بیا ۳۰۰ شرکتونو کې یوه سروې کړې چې د یادې سروې پایلي ښيي، ۶۰سلنه دغه شرکتونه د مسلکي کارګرو او کارکوونکو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اوکراین ودانیزه، لېږد رالېږد، کانونه او نورې برخې له دې چارې اغېزمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام