Asset 1SWN

ټرمپ: اسراییل به دوه کاله هم دوام ونه‌‌کړي

Republican presidential candidate and former U.S. President Donald Trump gestures at a campaign event ahead of the Republican presidential primary election in North Charleston, South Carolina, U.S. February 14, 2024. REUTERS/Sam Wolfe

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې کاملا هارېس بریالۍ شي، اسراییل به دوه کاله هم دوام ونه‌کړي.

نوموړي دغه څرګندونې له کاملا هارېس سره په لومړۍ مخامخ مناظره کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټرمپ دې مناظره کې دې پوښتنه ته چې دی به غزه کې روانه جګړه څه ډول پای ته رسوي؟ وویل، که دی ولسمشر وای، یاده جګړه به هېڅ‌کله نه‌وای پېښه شوې.

ټرمپ همداراز وویل: «هغه «هارېس» له اسراییلو کرکه لري. زما په اند که هغه ولسمشره شي، اسراییل به دوه کاله هم دوام ونه‌کړي.»

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې کاملا هارېس له عربي نړۍ هم کرکه لري، ځکه په وینا یې، ټوله سیمه چاودنې ته نږدې شوې.

په یاده مناظره کې بیا کاملا هارېس د ټرمپ ادعاوې رد کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ همداراز ټينګار وکړ، که دی ولسمشر شي، دا مسله به ژر تر ژره حل کړي او د اوکراین او روسیې جګړه به هم د ده د بریا په صورت کې پای ومومي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام