Asset 1SWN

روان کال هېواد کې د انفلاسیون کچه ۲.۵سلنه کمه شوې

GWsLcj_XMAAeu12

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د روان کال پرمهال هېواد کې د انفلاسیون کچه د پام وړ ساتل شوې او ۲.۵ سلنه راکمه شوې ده.

د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمدجواد سداد (نن پنجشنبه، وږي ۱۵مه) د دغه بانک د تېر یوه کال د لاسته راوړنو وړاندې کولو غونډې ته وویل، روان لمریز کال د انفلاسیون کچه ۶.۶ سلنه ده، داسې حال کې چې دغه کچه تېرکال ۹.۱ سلنه وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «روان کال د تورم یا افلاسیون کچه ۶.۶ سلنه ده او تېرکال ۹.۱سلنه و، د محاسبې له مخې، تېرکال د تورم اوسط ۸.۴ و او هغه تېرکال بیا ۴.۸سلنه و. دا شمېرې ښيي چې د انفلاسیون کچه په مطلوب ډول ساتل شوې.»

د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر سداد زیاته کړه چې تېرکال د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

هغه همدارنګه وویل، تېر کال د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو اوسط نرخ شاوخوا ۷۲ وو، داسې حال کې چې تر هغه وړاندې کال کې شاوخوا ۸۷ افغانیو ته رسېدلې وه.

د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر وویل، تېر لمریز کال یې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره ۳۹ ځله ۵۹۴ میلیون امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

هغه وویل: «تېرکال د افغانستان بانک، ۳۹ ځله لیلام شوی او له نېکه‌مرغه دغه ابزار چې موږ یې، اوس واک لرو، خپله اغېزمنتیا یې ښودلې او د افغانۍ وړاندې کول ښه مدیریت شوي دي.»

د افغانستان بانک د څارنې عمومي امریت مرستیال احسان‌الله منصور وویل، روان کال هېواد کې له بانکونو د افغانیو د اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال د بانکونو پېردونکي کولای شي، اوونۍ کې ۱۵۰زره افغانۍ او ۲۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ترلاسه کړي.

هغه وویل: « د مشتریانو د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ زره ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د څه باندې ۷ میلیارد زړو افغانیو سوځول، صرافیو ته د ۲زره جوازونو وېشل او د ۱۱۴ دوسیو څېړل چې د پیسو ینځل، د مخدره توکو قاچاق او مالیاتي جرایم په کې شاملیږي، تېر یوه کال کې د افغانستان بانک له نورو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام