Asset 1SWN

وولوو شرکت خپل نوی «EX90» موټر بازار ته وړاندې کوي

Volvo-EX90-electric-SUV-jpg

د موټر جوړولو «وولوو» شرکت وايي چې د روانې میاشتې تر پایه به خپل نوی « EX90 SUV» موټر بازار ته وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، سپټمبر ۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دغه کمپنۍ له ځنډ او ستر زیان وروسته، د لومړي ځل لپاره دغه موټر بازار ته وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې دغه شرکت به د روان کال وروستۍ ربع او د ۲۰۲۵کال په لومړیو درېوو میاشتو کې یاد نامتو موټر د امریکا او اروپا بازارونو ته ولېږدوي.

ټاکل شوې وه چې دغه موټر د ۲۰۲۴کال په لومړیو کې بازار راشي، خو د یاد شرکت د نوي سافټ‌وېر برخه کې ستونزې لامل شوې چې د موټرو تولید او جوړولو ودرېږي.

وولوو د سویډن هېواد اړوند څو ملیتي نړیوال شرکت دی چې په ۱۹۲۷کال کې رامنځته شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد شرکت اړوند تولید شوي موټر له دې امله ښه بازار لري چې خوندي دي او د سویډن میراث او ښه ډیزاین لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام