نایجریا کې د «بوکوحرام» ډلې لسګونه وسلهوالو د دغه هېواد په شمالختیځ کې پر یوه کلي برید کړی چې له امله یې، ۸۱ کسان وژل شوي دي.
برید د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «سپټمبر دویمه» له غرمې وروسته شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه هېواد کې چارواکو ویلي، د یادې ډلې شاوخوا ۱۵۰ وسلهوالو چې پر درنو وسلو سمبال وو، پر دغه کلي برید کړی او کورونو او مغازو ته یې، اور ورته کړی دی.
د نایجریا د یوبه ایالت د پولیسو ویاند عبدالکریم وویل: «دوی ګڼشمېر خلک ووژل او کورونو او هټیو ته یې، اور اچولی دی. موږ اوس د وژلو شویو د کره شمېر راټولو باندې بوخت یوو.»
عبدالکریم همداراز وویل چې دغه برید د بوکوحرام ډلې د هغو دوو وسلهوالو د وژنې په غچ کې شوی چې د یاد کلي د اوسېدونکو له لوري وژل شوي وو.
یوبه د هغو درېوو ایالتونو له ډلې یو دی چې د بوکوحرام او نورو وسلهوالو ډلو د روان ۱۵کلن تاوتریخوالي په لومړۍ کرښه کې دی.
دغه ایالت کې یادو وسلهوالو زرګونه کسان وژلي او ټپیان کړي او ورسره څه باندې دوه میلیونه خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
سیمه کې یوه چارواکي بولاما جلالدین الجزیرې ته ویلي: «دا مشخصه شوې چې دې برید کې۸۱ کسان وژل شوي دي.»
بوکوحرام له دې وړاندې هم د نایجریا په بېلابېلو سیمو کې پراخ او ډلهییز بریدونه کړي چې خلکو ته درنه مرګوژبله هم اړولې ده.