سلاموطندار د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۷۰ نجونو او هلکانو سره په رضاکارانه توګه ټولنیزو پروګرامونو کې د دوی د ګډون ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ډېری دې پروګرامونو کې د ځوانانو ونډه کمه شوې.
د سروې د پایلو پر بنسټ د تېرو درېوو کلونو پرمهال یوازې یوه کس په خپله خوښه ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیستې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سروې په کابل، لوګر، پروان، بدخشان، کاپیسا، غزني، ننگرهار، میدانوردګ، بلخ، لغمان، پنجشېر، کندوز، جوزجان، هرات، فاریاب، غور و بامیان کې ځوانانو سره شوې.
د کاپیسا اوسېدونکې ملیحه چې په تېرو درېوو کلونو کې یې، په رضاکارانه توګه ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیستې، وايي، د شته محدودیتونو سربېره یې، خپلو ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
نوموړې وویل: «سرپرست حکومت ځایي چارواکي اجازه نهراکوي چې یوې سیمې ته لاړ شو؛ خو له ستونزو سره سره مو خپلو مرستو ته دوام ورکړی او اړمنو ته مو رسولی دی. له خپل کار ډېر راضي یم.»
د سروې ۷۰ ګډونوالو له ډلې یې، ۴۴ چې ۲۹ یې نجونې او ۱۵ یې، هلکان دي، په ټولنیزو پروګرامونو کې په داوطلبانه توګه ونډه نهده اخیستې.
د سروې ۲۵ ګډونوالو ویلي چې د مخکیني حکومت پرمهال به یې، ټولنیزو پروګرامونو کې په خپله خوښه ونډه اخیستله، خو په وینا یې، تېرو درېوو کلونو کې، د محدودیتونو له امله یې، دې پروګرامونو کې د ګډون لپاره لېوالتیا کمه شوې.
دغه ځوانان د داوطلبانه ټولنیزو پروګرامونو په اړه د پوهاوي نشتوالی، د ټولنې د ملاتړ نشتوالی او ټولنیز محدودیتونه هغه لاملونه ګڼي چې په داوطلبانه ټولنیزو پروګرامونو کې یې د ګډون مخه نیولې.
د بدخشان اوسېدونکى عوضخان وايي، له تېرو درېيوو کلونو راهيسې يې، د ټولنيزو محدوديتونو له امله په رضاکارانه پروګرامونو کې ګډون نهدى کړى. «اوسني شرایطو دا پلانونه اغیزمن کړي دي. په تېرو وختونو کې، ټولنیز پروګرامونه د هلکانو او نجونو لخوا تنظیم شوي او اغیز یې ډیر و. خو اوس داسې نه ده او دا پروګرامونه له منځه تللي دي.»
د هرات اوسېدونکې ارزو بیا وویل: «ځورونې، د نجونو او هلکانو د کار ترمنځ توپیر، نجونې د دې ډول کارونو کولو ته لږ لیواله کوي؛ شرایطو پر ټولنیزو فعالیتونو اغیز کړی دی. له همدې امله ما په تېرو دوو کلونو کې په هېڅ ټولنیزو رضاکارانه پروګرام کې برخه نهده اخیستې.»
یوشمېر هغه ګډونوال چې په خپله خوښه یې، ټولنیزو پروګرامونو کې هېڅ ګډون نهدی کړی، وايي، که څه هم لېواله دي چې ورته پروګرامونو کې ګډون وکړي، خو د عامه پوهاوي نشتون او د کورنیو لهخوا د محدودیتونو له امله دې پروګرامونو کې یې ونډه لرله.
د کابل اوسېدونکی محمدالله وویل: «په هېڅ ډول ټولنیزو پروګرامونو کې ګډون نهدی کړی؛ ځکه فرصت راته نهدی برابر شوی، اوس غواړم ګډون وکړم.»
د ننګرهار اوسېدونکې نګین وايي: «کورنۍ مې اجازه نه راکوي چې په داسې پروګرامونو کې ګډون وکړم، ځکه چې دوی د دې پروګرامونو په اړه نهپوهیږي، ایا دا پروګرامونه خوندي دي که نه؛ زه په دې پروګرامونو کې د ګډون لپاره ډېره لېوالتیا لرم.»
د پنجشېر اوسېدونکي اجمل هم وویل: «زه خبر نهوم چې داسې پروګرامونه هم شته او اړمنو سره مرسته کوي؛ داسې پروګرامونه د خلکو لپاره ښه دي چې اړمنو سره مرسته کوي.»
بلخوا د ټولنیزو چارو کارپوه راشدصدیقي وايي، د ټولنیزو محدودیتونو لرېکول او د عامه پوهاوي کچې لوړېدل، کولای شي، دې پروګرامونو کې د خلکو د ګډون لېوالتیا زیاته کړي.
هغه وویل: «زموږ ټولنه کې ډېری کارونه د ښځو او نارینهوو ترمنځ وېشل شوي چې تېروتنه ده. محدودیتونه کولای شي چې منفي اغېزې راولي د خلکو ذهن کې، خصوص هغه خلک چې داوطلبانه کارونه کوي، هغو به له خپلې لارې بل لوري ته بوځي او انګېزه به یې لهمنځه لاړه شي.»
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو.
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی بیا وايي چې دې ادارې تېرو درېوو کلونو کې د پلازمېنې پاککولو لپاره څو ټولنیز پروګرامونه جوړ کړي چې په وینا یې، دې پروګرامونو کې نږدې دوه زره کسان ګډون کړی.
«په مختلفو سکټورونو کې، په دې پروګرامونو کې ګډون کول یو کلتور دی؛ د ځوانانو او ولسونو ترمنځ ټولنیز پروګرامونه د ښار د وضعیت ښهوالي او د فرهنګ جوړونې لپاره دی او په دې برخه کې د ژوند په هره برخه کې ځوانان له موږ سره همکاري کوي.»
په هېواد کې د داوطلبانه ټولنیزو پروګرامونو جوړول او پر یوه فرهنګ یې بدل، یوه اړتیا ده، څو خلک په دې ډول پروګرامونو کې د ګډون له لارې په ټولنه کې د تشو او نیمګړتیاوو په ډکولو کې برخه واخلي.