Asset 1SWN

د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال: د «لاجوردو لارې» بیافعالېدو ته تیار یوو

Brother-and-Deputy-Prime-Minister-of-Azerbaijan-15-qtbkglf7sgd9g6pictj7vwcmws9nk7m2erw4cd3t6w (1)

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري د وږي په اوومه، د چهارشنبې ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري د ترکمنستان مرکز عشق‌اباد ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو، مالیې او ټولګټو چارو وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت استازي ګډون لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د دغه وزارت سرپرست به د خپل سفر پر مهال د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د کانونو اېستلو، د اوسپنۍ پټلۍ جوړولو او په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په موخه له ترکمنستاني چارواکو سره خبرې‌اترې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر اقتصادي شنونکي ترکمنستان د افغانستان سټراټېژيک شریک بولي او وايي، له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا کولای شي له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخولو او پانګونې په برخه کې د نورو هېوادونو باور هم خپل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی وايي: «د اوسپنې پټلۍ د پروژې پیل کولای شي له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ښې او اسانه کړي؛ له ترکمنستان سره د افغانستان همغږي او سیاسي او اقتصادي تعامل ګټور دی او د دوه‌اړخیزو اړیکو او ګټو د خوندیتوب لامل کېږي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی ظهور مدبر وايي، په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پیل افغانستان ته د ټرانزیټ حق ورکولو تر څنګ، زرګونو افغانانو ته د کار موندلو لامل هم کېږي. نوموړی زیاتوي: «افغانستان د ګازو نل‌لیکو له لارې د ټرانزیټ حق واخلي. د قرارداد له مخې یې د کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي او زرګونو کسانو ته کار پیدا کېږي.»

بله‌خوا د ا.ا د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» په پرانېسته کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی، هلته یې د اذربایجان د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدلي دي.

اقتصادي معاونیت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې عبدالغني برادر په یاده لیدنه کې له اذربایجان او د دغه هېواد له خصوصي سکټور څخه غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال له خولې لیکل شوي چې باکو تیار دی، څو له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د «لاجوردو لاره» بیافعاله کړي.

د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړې چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپل صادرات او واردات زیات کړي او په افغانستان کې د صنعتي کارخونو جوړولو برخه کې پانګونه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام