Asset 1SWN

نیمروز کې د «ښځو وېښتانو» د قاچاق مخه نیول شوې

IMG-20240825-WA0025

د نیمروز امنیتي چارواکي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د «ښځو وېښتانو» د قاچاق مخه نیولې ده.

د نیمروز د دلارام- زرنج لویې لارې قومندان محمدحکمت سلام‌وطندار ته وايي چې دغه وېښتان په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې دوی نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، موټرچلوونکي د ښځو دغه وېښتان له کابل څخه دغه ولایت ته لېږدول چې د زرنج ښار په ختیځ کې نیول شوي دي.

د نیمروز د دلارام- زرنج لویې لارې قومندان محمدحکمت موټرچلوونکی نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې په ځانګړې توګه سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښې ته پرتو ولایتونو کې بهر ته د ښځو وېښتانو د قاچاق مخه نیول شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام