Asset 1SWN

په بغلان او سمنګان کې ښځې د سردرد ناروغي زیاتېدو اندېښمنې کړي

شفاخانه_ی-ولایتی-بغلان-qsz29gvw2618ysgol78hnpkq734nqmg24y5pojkmtk

په بغلان او سمنګان کې یوشمېر ښځې په دغو ولایتونو کې د سردرد ناروغي زیاتېدو اندېښمنې کړې دي. دوی وايي، د ښځو وزګارتیا او په ټولنه کې د بې‌وزلۍ زیاتېدل د ښځو د سردردۍ اصلي لاملونه دي. د بغلان اوسېدونکې زرمینه وايي، که څه هم د سردرد ناروغي د درملنې لپاره څو ځله ډاکټر ته تللې، خو لا هم د دې ناروغي له امله ځورېږي.

نوموړې زیاتوي: «زه له څوارلس کلنۍ نه تراوسه چې ۵۱ کلنه یم، سردردي لرم. ولاړم او د سر عکس مې واخیست؛ ډاکټر ته ورغلم، دیارلس نسخې درمل یې راکړل؛ میاشت په میاشت د عصبي ناروغیو ډاکټر ته ورځم، خو لا مې هم سر درد کوي. نامنظم او لږ خوب، غال‌مغال او اندېښنې مې د سردردۍ لاملونه دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان یوه بله اوسېدونکې کرشمه هم وايي چې له دوو کلونو راهیسې یې سر خوږېږي او د ډېرو درملو له خوړلو سره سره یې دا ناروغي نه‌ده جوړه شوې.

هغه زیاتوي: «دوه کاله کېږي چې سردرد یم او ډاکټر ته هم ورغلم، خو له بده مرغه ګټه یې ونه کړه. لامل یې کېدای شي همدا بې‌کیفیته درمل وي، یا هم ډاکټر یې لامل نه‌دی په ګوته کړی او بالاخره په همدې دوو کلونو کې چې ډاکټر ته ورغلې یم او درمل مې اخیستي، ګټه یې نه‌ده کړې.»

د سمنګان اوسېدونکې شکیلا او مدینه بیا وايي چې په وروستیو درېوو کلونو کې پر دې ناروغي اخته شوې دي. دوی زیاتوي:

«سردرد مې داسې و چې له نیمايي سر نه به پیل شو؛ سترګو به مې هم اور واخیست؛ کله به مې د سترګو ښي او کله هم کیڼ لوري درد کاوه. ډېرو ډاکټرانو ته ورغلم او معاینه مې وکړه؛ یوه یې ویل چې ژور خپګان لرې چې له کبله یې سردرد درته پیدا شوی او بل یې ویل چې د معدې ستونزه لرې.»

«کله مې سر درد کوي او ډېر کله چې هوا توده وي یا هم چې ډېر درس ووایم، داسې کېږم. مخکې هم ډاکټر ته ورغلې وم؛ ځکه سترګو مې لرې ځای سم نه لیده. ډاکټرانو وویل چې د سترګو دوربین کمزورتیا له کبله دې پر سترګو فشار راځي او سر دې درد کوي.»

بله‌خوا په بغلان کې یو ډاکټر عثمان شېرزی وايي، ښځې د بېلابېلو لاملونو له کبله پر سردرد ناروغي اخته کېږي. نوموړی زیاتوي: «اړتیا ده چې ښځې هم کار او فعالیت وکړي؛ په ټولنه کې ونډه ولري. ښځې له جسمي اړخه له نارینه‌وو کمزورې دي؛ ځکه نو ډېره سردردي تجربه کوي او ښايي سرونه یې ډېر خوږ شي. د درملنې تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې د ژوند ښې اسانتیاوې ورته برابرې شي.»

په همدې حال کې د بغلان د مرکزي روغتون ډاکټر احمدبارز صاحب‌زاده وايي، پر سردرد اخته ښځې دغه روغتون ته ډېرې ورځي. هغه زیاتوي: «د تېر کال په پرتله روغتون ته د هغو ښځو راتګ ډېر شوی چې پر سردرد او ژور خپګان اخته دي. روحي فشارونه، اندېښنې، زېږون، معلولیت، د کورنۍ د غړیو له لاسه ورکېدل، کورنۍ ستونزې، اقتصادي ستونزې، کډوالي او نور یې لاملونه دي.»

نوموړی ټینګار کوي چې ښځې باید د سردرد پر مهال ژرترژره روغتون ته ولاړې شي او درمل د ډاکټر له سپارښتنو سره سم وخوري.

د یادونې ده چې په ځینو ولایتونو کې پر سردرد د ښځو د اخته کېدو لامل عصبي فشار دی او ډاکټران ټینګار کوي چې ناروغان باید د درملو کارولو پر مهال پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام