Asset 1SWN

د شل اووره سیالیو نوی ریکارډ؛ د سامووا لوبغاړي یوه اوور کې ۳۹ منډې وکړې

GettyImages-1938436053-1724145181

د سامووا کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکي ډاریوس ویسر د شل اووره سیالیو په یوه اوور کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

هغه دغه ریکارډ د وانواټو کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې د ۲۰۲۶کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې په سیالیو کې په خپل نوم کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډاریوس ویسر دغه ریکارډ د لوبې په ۱۵ اوور کې د وانوواټو پر ناېلن نیپیکو توپ‌اچوونکي جوړ کړ.

ویسر په ۶۲ بالونو ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

په شل اووره سیالیو کې له دې مخکې دغه ریکارډ د هند له یوفراج سېنګ سره و چې د ۲۰۰۷ کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام پرمهال یې، د انګلستان پر وړاندې جوړ کړی و.

۲۰۲۱کال د وېسټ‌انډیز کېرن پولاد هم د سریلانکا پر وړاندې په یوه اوور کې شپږ شپږیزې وهلې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نیپال ډيپنډرا سېنګ اېري هم روان کال د قطر پر وړاندې یوه اوور کې ۳۶ منډې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام