Asset 1SWN

پاکستان: بهرني حکومتونه دې زموږ کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي

2020-09-06T072603Z_1661348473_RC2VSI9B7YKV_RTRMADP_3_PAKISTAN-DEFENCE

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي بهرني حکومتونه دې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډده وکړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ دغه څرګندونې نن جمعه، اګسټ ۱۶مه اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستاني رسنیو له لوري په خپرو شویو راپورونو کې دا نه‌دي ویل شوي چې کوم هېوادونه د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

نوموړې همداراز زیاته کړه چې غزه کې د روانې نسل وژنې له امله باید له اسراییلو پوښتنه وشي.

بلوڅ ویلي چې غزه کې تر اوسه د اسراییلو له لوري ۴۰زره کسان وژل شوي چې په وینا یې، له اسراییلو باید ځواب وغوښتل شي. هغې زیاته کړه چې پاکستان د غزې د اوربند خبرو کې هېڅ ډول ونډه لري.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ همداراز وویل چې دغه هېواد د بنګله‌دېش په اوسنیو پېښو کې هېڅ ډول لاس نه‌لري او یوازې د بنګله‌دېش د ولس ملاتړ کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړې ټينګار وکړ چې پاکستان په منځني ختیځ کې له روان وضعیت اندېښمن دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام