Asset 1SWN

لوګر کې په ۳۰ میلیونه افغانیو پنځو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي

410901a3-c99f-4271-b56b-a29fd2780b73

 د لوګر عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د نفوس صندوق(UNFPA) له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون پنځه ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس حافظ سیدالرحمن قادري جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه روغتیايي مرکزونو ته په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د ملګروملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري ودانۍ جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

قادري زیاته کړه، یادو روغتیايي مرکزونو ته به په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵ ودانۍ جوړې شي.

عامې روغتیا ریيس زیاته کړه، یاد روغتیايي مرکزونه به د اړتیا وړخونې ولري او هره ورځ به له ۱۵ سوه څخه نیولې، تر ۳ زره ناروغانو ته د «مور او ماشوم» برخه کې خدمات وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال محمداسحاق وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د لوګر په لرو‌پرتو سیمو کې هغه کورنیو ته جوړېږي چې اوس د روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته یو ډول خدمات وړاندې کړي.

بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني، میندو او ماشومانو ته اساسي روغتیايي خدمات رسول یوه اړینه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست هڅه کوي، په دغه ولایت د مور او ماشوم د مړینې کچه صفر ته راښکته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي په مرکز او ولسوالیو کې په قومي مشرانو غږ وکړ چې په خپلو سیمو کې روغتیايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام