Asset 1SWN

متقي: ا.ا نه‌غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د سیالیو ډګر شي

GU7njbFW8AAfOzE

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غوښتونکی دی او نه‌غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۲۴مه چې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو له درېیم کال سره سمون لري، په جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي په خپله وینا کې په ډاګه کړه چې سرپرست حکومت له نړۍ سره د مثبتو او متوازنو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز د زمري ۲۴مه د ټولو افغانانو د ویاړ ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت به د زمري ۲۸مه ورځ هم ونمانځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سږکال د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵مې کلیزې سره برابره ده. افغانستان په ۱۹۱۹کال د اګسټ پر ۱۰مه چې د ۱۲۹۸کال د زمري له ۲۸مې سره برابره ده، د غازي امان‌الله خان په مشري د هغه وخت له برېټانیا څخه خپلواکي اعلان کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام