Asset 1SWN

تېرکال د ترکیې او پاکستان له زندانونو ۵۷۶۶ افغان بندیان راخوشې شوي

GUreJzMXgAASaqI

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې تېرکال د ترکیې او پاکستان له زندانونو ۵۷۶۶ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن یکشنبه، زمري ۲۱مه کابل کې د «د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح» پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرمهال له ایران څخه هم شاوخوا څلور زره افغان کډوال چې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان وو، ازاد شوې دي.

په ورته مهال تېر یوه کال کې ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه، په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۷۹زره او ۶۰۳ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په همدې کال کې په کور دننه بیا ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بې‌ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره، نغدي او غیرنغدي مرستې شوي او ۹۶۲۹۳ راستنې شوې کورنۍ د هغوی اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د وزارت د چارواکو په وینا، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، ۱۳ ښارګوټي تصفیه او اړینې اسانتیاوې په‌کې برابرې شوي دي. همدارنګه د راستنېدونکو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، له ۹۳ همکارو موسسو، ۷ ادارو او ۱۴ ښوونیزو بنسټونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه، په داوطلبانه ډول هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابرول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لار اچول، د کډوالو ښارګوټو کې د اړینو اسانتیاوو برابرول او د کډوالو حقوقي ستونزو ته رسېدنه، په روان کې د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام