Asset 1SWN

اسراییلو لوېدیځه غاړه کې د حماس د یوه قومندان په ګډون پنځه کسان وژلي

ضضضضضضضضضضضضضضضضضضض

په لوېدیځه غاړه کې پر یوه موټر د اسراییلو هوايي برید کې د حماس د قومندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

برید نن شنبه، اګسټ درېیمه شوی دی. وفا خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله ویلي چې تراوسه د نورو وژل شویو کسانو هویت نه‌دی په ډاګه شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسراییلو پوځ ویلي، د لوېدیځې غاړه په ټولکرم ښار کې یې، د وسله‌والو یو موټر په نښه کړی دی.

لوېدیځه غاړه کې د حماس او اسراییلو له جګړې وړانړې هم تاوتریخوالي زور اخیستی و او پر دې سیمې د اسراییلو بریدونه هم زیات شوي دي.

دغه تاوتریخوالی په وروستیو اوونیو کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه له ترور، راهیسې نور هم زیات شوی دی.

اسماعیل هنیه تېره اوونۍ د ایران پلازمېنې تهران کې د یوه برید پرمهال وژل شوی دی. تراوسه د نوموړي د وژنې بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو ایران یې، د وژنې پړه پر اسراییلو وراچولې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 اسراییلو بیا د نوموړي وژنې په تړاو تراوسه څه نه‌‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام