Asset 1SWN

امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ او جېټ‌الوتکې استوي

download

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» وايي چې منځني‌ختیځ ته اضافي جنګي بېړۍ او جېټ‌‌الوتکې استوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، واشنګټن د ایران او د هغوی متحدینو حماس او حزب‌الله له ګواښونو وروسته د دفاع د پیاوړتیا هڅه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې امریکا د ایران له‌خوا د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د غچ‌‌اخیستلو لپاره چمتووالی نیسي. ایران ژمنه کړې چې د هنیه د وژنې غچ به اخلي او د دغه هېواد مذهبي مشر، هغه خپله دنده بللې.

د امریکا دفاع وزارت لوېډ اسټن منځني‌ختیځ او اروپا ته د اوبتل، جنګي بېړیو او الوتکو د لېږد، اجازه ورکړې. دغه جنګي بېړۍ د بالسټیک توغندیو شنډولو وړتیا لري.

د پنټاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي: «اسټن امر کړی چې د امریکايي پوځیانو د خوندیتوب، له اسراییلو د دفاع او دا چې امریکا ډاډمنه شي چې د هر احتمالي خوځښت او برید لپاره غبرګون او ځواب ویلو ته اماده ده، طرحه جوړه شوې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پنټاګون همداراز زیاته کړې چې د ځمکني بالسټیک توغندیو دفاعي سېسټم زیاتولو لپاره هم هڅې روانې دي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام