د ترکیې د ارتباطاتو ملي اداره وايي چې د انسټاګرام لهخوا د هنیه اړوند منځپانګې د سانسور له امله یې دغه هېواد کې انسټاګرام بند کړی دی.
ترکیې وروسته له هغې انسټاګرام ته لاسرسی محدود کړ چې یوه دولتي چارواکي د حماس اړوند منځپانګې د سانسور له امله یې پر دې ټولنیزې شبکې نیوکه وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې «بيټيکې» ادارې نن جمعه، اګسټ دویمه پرته له دې چې د دې بندیز لامل او تر کومه به دغه بندیز لګېدلی وي، انسټاګرام بند کړ.
دغه ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د ترکیې د ولسمشرۍ ریاست د ارتباطاتو رییس فخرالدین التون پر انسټاګرام تور پورې کړ چې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د خواخوږۍ اړوند پوسټونه یې، بند کړي دي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا سانسور دی، پاک او ساده. موږ به د دې پلټفارم پر وړاندې د بیان ازادۍ دفاع ته دوام ورکړو. دوی تل ښودلې چې یاد پلټفارمونه د نړیوالو یرغلګرو او بيعدالتۍ سېسټم په خدمت کې دي.»
نوموړي همداراز لیکلي چې دوی به تل «له فلسطیني وګړو سره ولاړ دي، هغه که هره برخه او هر پلټفارم کې وي.»
د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد له ۸۵ میلیونه وګړو څخه ۵۰ میلیونه یې، انسټاګرام کاروي او لاسرسی ورته لري.