Asset 1SWN

محمدعبدالکبیر د اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

GT4dIOjXgAIj7Lv

د ریاست‌‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللى دی.

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمدعبدالکبیر به د هنیه جنازه کې له ګډون سربېره، د یو‌شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازیو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا برخه کې هم خبرې او بحث وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې د فلسطین اسلامي غورځنګ «حماس» د سیاسي مشر اسماعیل هنیه جنازه سبا جمعه، په قطر کې ترسره شي.

محمدعبدالکبیر له دې وړاندې ایران ته د یوه پلاوي په مشري د مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته وربللی شوی و.

اسماعیل هنیه د روانې اوونۍ سه‌شنبې پر ورځ، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی او همالته، د یوه برید پرمهال ووژل شو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تراوسه د نوموړي د وژنې څرنګوالي اړوند بشپړ معلومات نه‌دي خپاره شوي او نه یې هم تراوسه کوم چا یا ډلې، د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام