Asset 1SWN

فلیپین: چین ته د ځواب لپاره د مانیلا او واشنګټن ترمنځ تعامل اړین دی

AFP__20240730__366H7PR__v1__HighRes__PhilippinesUsDiplomacyDefence-1722313818

د فلپیین ولسمشر وايي چې چین ته د «چټک» ځواب لپاره د مانیلا او واشنتګټن ترمنځ تعامل اړین دی.

فرینانډ جونیور دغه څرګندونې د فلپیین په پلازمېنه مانیلا کې د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره په لیدنه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دې لیدنه کې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ته په خطاب کې ویلي، چین سره د اوبو پر سر رامنځته شوي، ترینګلتیا ته د چټک غبرګون ښودلو لپاره د دغه هېواد او امریکا ترمنځ رسمي تعامل اړین دی.

د فلیپین او امریکا اړیکې وروسته له هغې نږدې شوي چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر په ۲۰۲۲کال کې واک ترلاسه کړ او د تمې خلاف امریکا سره د اړیکو د ټینګښت هڅې کوي.

د فلیپین مخکینی ولسمشر روډریګو د خپلې واکمنۍ په شپږو کلونو کې هڅه وکړه چې له امریکا لرې او چین ته ځان نږدې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

فلیپین د دغه هېواد لوېدیځ کې له چین سره د اوبو پر سر ادعا لري، خو چین ادعا کوي چې ۹۰سلنه دغه اوبه، د دوی د واکمنۍ یوه برخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام