Asset 1SWN

روسیه کې د رېل‌ګاډي ټکر له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي

https___cloudfront-us-east-2.images.arcpublishing.com_reuters_GBMQDJKFINKSHCJOBY3B7BAMNU

روسیه کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوه رېل ګاډي او لارۍ موټر د ټکر له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه دوشنبه، جولای ۲۹مه رامنځته شوې. دې رېل ګاډي شاوخوا ۸۰۰ مسافر لېږدول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روغتیايي چارواکي وايي چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او پاتې یې، له لومړنیو درملنو وروسته، رخصت کړي دي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې پېښه کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې د رېل‌ګاډي ادارې ویلي چې یاده لارۍ په غیرقانوني توګه د کوټیل‌نیکوفو تم‌ځای ته نږدې د رېل‌ګاډي له خبرداري سره سره، اوسپنې پټلې څخه تېرېده چې له امله یې، دغه پېښه رامنځته شوې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سیمې ته پر وخت ژغورونکې او روغتیايي ډلې رسېدلي او ټپیانو ته یې لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د رېل ګاډي ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰۰ مسافر په یوه بل رېل‌ګاډي کې خپلو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام