Asset 1SWN

غور کې په درې میلیونه افغانۍ د اوبورسونې څلور شبکې جوړې شوې

د اوبو شبکه

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانۍ  په لګښت د اوبو رسونې څلور شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د اوبو رسونې دغه شبکې د «ای‌اې‌اېم» موسسې په مالي ملاتړ په لعل او سرجنګل ولسوالي کې جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول ذبېح‌الله غوثي‌زاده وايي: «د اوبورسونې څلور شبکې د ای‌اې‌اېم موسسې په ملاتړ په ده میشان، ده سرخک علیا، زیر قبرستان او دهن غجورک-ناوړه تلخک کلیو کې په ۳۱۵۳۸۹۱  افغانۍ په ارزښت یې چارې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.»

د نوموړي په وینا، د یادې پروژې پرمهال سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه چې په بشپړېدو سره یې، ۶۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا د یادو سیمو اوسېدونکي خوښ دي چې سیمو کې یې، د اوبو رسونې شبکې جوړې او په وینا یې، دې برخه یې، ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام