Asset 1SWN

نتن‌یاهو امریکا ته: زمو بریا ستاسو بریا ده

23233

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو چې امریکا ته په سفر تللی، د دغه هېواد کانګرېس ته په وینا کې ویلي چې غزه کې د روانې جګړې بری، د امریکا لپاره هم بریا شمېرل کېږي.

کانګرېس ته د نوموړي وینا پرمهال، لسګونه اعتراض کوونکي هم ورټول شوي وو او د نتن‌یاهو وینا ته، له اعتراض سربېره یې، د اوربند غوښتنه کوله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نتن‌یاهو د وینا پرمهال له امریکا غوښتنه وکړه چې هېواد سره یې، څنګ په څنګ ودرېږي.

د امریکا د کنګرېس ګڼ‌شمېر غړیو د نتن‌یاهو له څرګندونو سره مخالفت ښودلی او هغه چې تالار کې پاتې وو، د نوموړي خبرو ته پام نه‌دی کړی.

د استازیو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د نوموړي له څرګندون سره سم، تالار پرېښی او د سنا جرګې ډیموکراټ غړي چاک شومر هم نتن‌یاهو ته له لاس ورکولو ډډه کړې.

په ورته مهال بنیامین نتن‌یاهو د امریکا له پوځي مرستو مننه کړې او ډاډ یې، ښودلی چې د حماس ډلې له‌خوا نیول شوي کسان به د خبرو له لارې راخوشې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا څلورم ځل دی چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو د امریکا کانګرېس ته وینا کوي. نوموړی به نن پنج‌شنبه، له جو بایډن او نورو چارواکو سره لیدنې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام