Asset 1SWN

امیرخان متقي: افغانستان کې اوس زورواکي له‌منځه تللې

535354

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې افغانستان کې زورواکي له‌منځه تللې او ډلې-ټپلې ختمې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري دویمه، کابل کې «د کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دې کنفرانس ته همداراز وویل چې هېواد کې زورواکي، ډلې او ټپلې له‌منځه تللي او په وینا یې، د فساد مخنیوی شوی او پر لویو پروژو کار روان دی.

امیرخان متقي ټينګار وکړ چې نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه هېڅ ګواښ نه‌دی پېښ او زیاته یې کړه چې نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه، هغه ډول چې په‌کار ده، افغانستان سره همکاري نه‌ده کړې.

کابل کې د کار ملي کنفرانس هېواد کې له وزګارتیا سره د ګټورې مبارزې او د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د پیاوړې همکارۍ رامنځته کېدو په موخه جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دغه کنفرانس کې د سرپرست حکومت د لوړو پوړو چارواکو سربېره، ګڼ‌شمېر سوداګرو او نړیوالو بنسټونو استازیو هم په‌کې ګډون کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام