Asset 1SWN

پکتيا کې په ۳۵۰زره ډالرو د ۷ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې

20240717_125652(0)

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰زره امريکايي ډالرو په لګښت، اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې اړوند مراسمو کې ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وويل چې بشپړې شوې اووه پروژې د ګردېز ښار بېلابېلو سيمو کې د ملګروملتونو د بشري هستوګنیزو ادارې «UN-Habitat» په مالي مرسته جوړې شوي چې ۳۵۰زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښاروال په وينا، په دغو پروژو کې يو لوی پُل، ۳۶۰ متره استنادي ديوال،۹۲۰ متره کرنیز کانالونه،۴۴۰ متره محافظتي ديوال او ګرديز ښار کې د لاسي توکو پلورونکو ته د ۹۰ غرفو کېښودل شامل دي.

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي هراتي منګل وويل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره ښار ته د سېلاب اوبو مخه نيول شوې.

د نوموړي په وینا، سيمه کې يې يو پل او استنادي ديوال جوړ شوي چې پخوا به سيلاب راوتو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ګردېز ښاريانو له موسسو او اړوند ادارو غوښتنه کوي چې د ګردېز ښار پراختيا او رغونې لپاره بايد ورته لاډېرې پروژې پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام