Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

9e2106b9-6029-4639-8bc7-204fee272307

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت چک ولسوالي کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سېلابونه تېره ورځ ناوخته «یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه» راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، د یادو سېلابونو له امله د کروندګرو فصلونه، کاریزونه او لوې لارې زیانمنې شوې دي.

ده وویل، د یادو سېلابونو له امله خلکو ته د سر زیان نده اوښتی ده او د دغه ولایت د طبعي پېښو پرضد مبارزې ریاست هڅه کوي چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو کرودندګرو او بڼوالو سره بیړنې مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې روان کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام