د خوست امنیه قومنداني څخه نن يکشنبه، چنګاښ ۲۴مه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه درې کسان نیولي چې په هوايي ډزو یې نجونې په خپل نوم کړې وې.
په خبرپاڼه کې د امنيه قومندان عبدالرشید عمري له قوله ويل شوي چې د خوست په مرکز، ګربزو، او اسماعیلخېلو ولسوالیو کې يې هغه درې کسان نیولي چې د هوایي ډزو په ترڅ کې یې نجونې د دوی له رضایت پرته، خپلو ځانو ته په نوم کړې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې د امنیه قومندان له قوله دا هم راغلي چې یاد کسان د دغو نومول شویو نجونو د عريضو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
د امنيتي مسوولانو په وينا، هغو کسانو په وړاندې به جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي چې دغه ډول بشرضد دودونهپالي او د ښځو له هیلو او ارمانونو سره لوبې کوي.
د خوست امنیه قومندان له خلکو غوښتي د جبري نکاح په دې ډول قضیو کې د ښکېلو کسانو په پيژندلو کی دې امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې دا ډول کړنو عاملین ونیول شي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.