Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان کې د دوو ټرافیکي پېښو پرمهال ۷ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

ټرافیک

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ټرافیکي پېښو پرمهال اووه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوې دي.

د بغلان امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن شنبه، چنګاښ ۲۳مه سلام‌وطندار ته وايي چې لومړۍ پېښه کې یوه سراچه ډوله موټر له رنجر موټر سره ټکر کړی چې له کبله یې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پېښه د ډنډغوري ولسوالي په «۱۰۰۴ خواجه الوان» سیمه کې رامنځته شوې.

د بغلان امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني په وینا، دویمه پېښه کې چې نن له غرمې وروسته رامنځته شوې، پاسو له موټرسایکل سره ټکر کړی چې پرمهال یې موټرسایکل چلونکی مړ شوی دی.

د لومړۍ پېښې ټپیان د پلخمري ښار ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او وضعیت د اندېښنې وړل ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 د وروستیو اوونیو پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې چارواکي یې لامل، د لارو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د راسته لاس موټرو ډېروالي په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام