د شل اووره نړیوال جام کې د پاکستان له مایوسونکو لوبو وروسته، د هند پخواني ورو توپاچوونکي هربجن سېنګ د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له مشر روزونکي ګېرې کرېسټن څخه غوښتنه کړې چې دې لوبډلې سره دې خپل وخت نه ضایع کوي.
هربجن سېنګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ګېرې خپل وخت هلته مه ضایع کوئ، بېرته د هندوستان لوبډلې ته د روزونکي په توګه راشئ.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کرېسټن د اپریل میاشت کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
نوموړی د انګلستان په سفر او همدارنګه د ۲۰۲۴کال شل اووره نړیوال جام کې د ټیم برخه و چې پاکستان د دې جام ګروپ پړاو سیالیو کې له جام بهر شو.
ګېرې کرېسټن په ۲۰۱۱کال کې له هند کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ګټلی دی.
ګېرې کرېسټن چې د سوېليافریقا کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی او نړیوال جام کې د پاکستان تر خرابو لوبو وروسته له لوبډلې سربېره پر نوموړي هم نیوکې ډېرې شوې دي.