د امریکا او وېسټانډیز په کوربهتوب د روان ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د یاد جام له ډي ګروپ څخه نن سوېليافریقا له بنګلهدېش سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، غبرګولي ۲۱مه» د افغانستان پر وخت د ماښام ۷بجې د نیویارک په «ناساوو کانټي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سوېليافریقا کرېکټ ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې کړې دوه لوبې ګټلي چې لومړۍ سیالي کې یې سریلانکا او دویمه لوبه کې یې په سختۍ نیدرلنډز ته ماتې ورکړې دي.
یاده لوبډله د خپل ګروپ د جدول په لومړي ځای کې شتون لري او تر ډېره برېښي چې دویم پړاو ته به لاره پیدا کړي. بلخوا بنګلهدېش بیا خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا له مخې پورته کړ. دا لوبډله دا مهال د ګروپ جدول په دویم ځای کې لري.
دواړو لوبډلو په خپلو تېرو پنځو شل اووره سیالیو کې درې-درې لوبې بایللي او دوه-دوه لوبې یې ګټلې دي. سوېليافریقا بیا له بنګلهدېش سره په مخ شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبو کې دغه لوبډله ماته کړې او ټولې یې ترې ګټلې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه له اې ګروپ هند لوبډلې خپل سیال پاکستان مات کړ. دا په روان نړیوال جام کې د پاکستان دویمه ماته وه.