Asset 1SWN

غزني کې اهنګران: واردېدونکو وسایلو مو کاروبار په ټپه درولی

رکود بازار صنعت آهنگری در غزنی 1

د غزني اوسېدونکی ۷۲کلن زلمی له تېرو شاوخوا ۶۰کلونو راهیسې په دغه ولایت کې اهنګري کوي. نوموړي چې خپل شپږ لسیزې عمر دغه صنعت کې تېر کړی، اوس د خپل کاروبار له مخ پر ځوړ وضعیت څخه شکایت کوي.

زلمی وايي چې هېواد دننه او بهر کې له پرمختللو تولیدي دستګاوو څخه کار اخیستو د اهنګرۍ صنعت د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کاروبار ځکه بدلون کړی چې نشته، ماشینونه راغلل، موږ اهنګران یوو، د  لو پرمهال مو کې وګټلې، هغه ده ګنې، نشته. دلته د میاشتې دوه زره کرایه ورکوو او څوکي‌دار ته یې هم ورکوو.»

حیات‌الله هم غزني کې اهنګر دی، دی وايي، دوی چې کوم اوسپنیز وسایل تولیدوي، ګڼ‌شمېر یې له پاکستان او چین څخه هېواد ته واردېږي او د هغوی د تولیداتو ځای یې نیولی دی.

هغه وویل: «لور له چین راځي، تبر له پاکستان راځي، زموږ وسایل بېخي کم او لوېدلي دي. هغه څه چې موږ جوړوو، واره نه‌کوي، څه چې جوړوو، بیه یې لوړه ده، اوسپنه قیمته ده، ډبرو سکاره قیمته.»

غزني کې د اهنګرۍ صنعت رکود لامل شوی، څو دغه ولایت کې یوشمېر اهنګران نورو کارونو ته مخه کړي. قربان‌علي چې له اهنګرۍ څخه موټرچلولو ته مخه کړې سلام‌وطندار ته وايي: «د دې صنعت کار ډېر کم شوی، اهنګرۍ مو زړه راتور کړ، ځکه عاید په‌کې نه‌وو، عاید چې نه‌وي، خلک زړه تورې کېږي.»

په ورته مهال عبدالخالق چې له اهنګرۍ څخه یې موټرچلولو او د خوراکي توکو پلورلو ته مخه کړې سلام‌وطندار ته وايي، د اهنګرۍ له لارې نور د خپلې کورنۍ اړتیاووې نه‌شي پوره کولی.

هغه وویل: «هغه توکي چې له پاکستان او چین راځي، ۵۰ تر ۶۰سلنې یې زموږ کارونه زیانمن کړي دي، ځکه هغه ارزونه تمامېږي، خو کوم چې موږ جوړو، موږ ته ترې څه نه پاتې کېږي، لامل کېږي چې موږ هم له کار څنډې ته شو.»

د غزني ځايي مسوولان وايي، سرپرست حکومت له صنعت‌‌کارو ملاتړ ته ژمن دی. د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي سلام‌وطندار ته وویل، ولایت مقام تل په خپلو غونډو کې دغه ولایت کې له لرغوني صنعت څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «په دې برخه‌ کې د غزني ولایت د مقام رهبري، د آهن‌گرۍ برخه وي، یا د نجارۍ، برخه‌ یي، د هغې ودې ته ژمن دی. د صنعت‌ګرانو او تجارانو موږ ملاتړ کوو، د غزني ولایت مقام رهبري، په غزني کې د تجارانو او اداراتو‌ سره موږ مجالس لرو او د ولایت مقام سپارښتنه کوي او هغو ته وده ورکوو.»

عمر زیاتوي چې د سرپرست حکومت مشرتابه پر کوچنیو کسبه‌کارانو د مالیاتو لګول بښلي او دغه امر غزني کې هم د صنعت‌کارانو لپاره د تطبیق وړ دی.«لالله الحمد اسلامی امارت مشران، بالخصوص امیرالمومنین په ځانګړي شفقت له امله، کومه مالیه چې  د چا عواید چې د دوه میلیونو کم وي، د هغوی مالیات معاف دي. د امیرالمومنین فرمان په غزني کې په کامله معنا او په شه ډول سره تطبیقېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غزني یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې خلک یې له ډېر پخوا راهیسې د اهنګرۍ، چپن ګنډلو او کُلالۍ په څېر لرغوني کارونه مخته وړي، خو دې وروستیو کې د دغه کسب‌وکار ځای تر ډېره ماشین‌الاتو نیولی او د پخوا په پرتله یې بازار کمرنګه شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام