Asset 1SWN

هلمند کې په ۳میلیونه افغانیو د اوبو تصفیې ماشینونه او شبکې جوړې شوې

اوبه شبکې-

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سوېلي خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکې او د تصفیې «چاڼ» ماشینونه فعال شوې دي.

د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته  وايي چې د یادو شبکو او تصفیې ماشینونو پر فعالېدو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو اوسېدونکو له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې ستونزو سره مخ وو چې د دې شبکو پر جوړېدو سره به یې ستونزې هوارې شي.

هغه وویل: «څلور د اوبو شبکې دېشو ولسوالي کې جوړې شوې چي اوس خلک ترې ګټه اخلي او ۶۰ د اوبو د تصفيې ماشینونه د خانشین ولسوالیو په هغه سیمو کې فعاله شوي چې هلته پخوا تر دې ولسي وګړو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې ستونزو کې وو.  «

ریاض همداراز زیاتوي چې لاهم په دې هڅه کې دي، څو پر دېشو او خانشین سربېره، نورو ولسوالیو کې هم پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې ورته  پروژې پلې کړي.

بل‌خوا د خانشین ولسواي، ولسوال عبدالصمد بریالي سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي په شپږو حوزو کې د اوبو تصفیې ۶۰ ماشینونه فعال شوې دي.

هلمند کې د اوبو تصفیې لپاره لګول شوي ماشینونه

نوموړي وویل:«د دې ولسوالي په شپږو حوزو کې د اوبو فلټر۶۰ ماشینونه فعاله شوي دي چې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ ترې پاکې تصفیه شوې اوبه وړي، مخکې د دغه سیمو اوبه ترخې او د څښاک وړ نه‌وې، خلکو ته يې ډېرې ناروغۍ پیدا کولې.»

هغه زیاتوي  پدې برخه کې يې  لاهم هڅې  جاري  دي ترڅو د یادي ولسوالۍ په نوروپاتو  سیمو کې هم ورته  ماشینونه فعاله او نصب شي .

د دېشو ولسوالي مرستیال جمعه‌ګل حاجي جانان سلام‌وطندارته وویل، که څه هم دغه ولسوالي کې د تېرو شلو کلونو پرمهال هېڅ پام نه‌دی شوی، خو د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره، پاکو اوبو ته لاسرسي برخه کې شبکې فعالې شوې دي.

نوموړي وویل: «په تېرو څلور لسیزو کې دغه ولسوالي ته په هېڅ برخه کې کار نه‌دی شوی، خو د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره، دلته اوس څلور د پاکو اوبو شبکې فعاله شوي او هره شبکه ۷۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورکولای شي او د دې ترڅنګ ځینې نورو کارونه هم ترسره شوي دي.»

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم  پاکو اوبوته لاسرسي برخه کې خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د پراخو پرمختیاپي پروژو د تطبیق غوښتنه هم کوي.

د خانشین ولسوالي د کلا‌سوز اوسېدونکی عبدالولي وویل: «مخکې موږ د داسې ستونزو سره مخ وو چې د لرو ځایونو څخه مو د څښاک اوبه پر حیواناتو راوړې، اوس دغه ماشینونه فعاله شوي او د هغه ستونزو څخه خلاص شوي یوو او د دې ترڅنګ ډېرو ناروغیو مخه هم نیول شوې.»

هلمند کې د اوبو جوړې شوې شبکې څخه درې ماشومان د څښاک پاکې اوبه وړي.

د دېشو ولسوالي اوسېدونکي احمدمظهري د پاکو اوبو یادې جوړې شوې شبکې او د تصفیې ماشینونه مهم ګڼي او وايي، له دې سره به د یادو سیمو د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

نوموړي وویل: «دغه د پاکو اوبو د رسونې شبکي چې جوړې شوي، دا ډېر ښه کار شوی، خو دا کمې دي، اوس هم په دغه ولسوالي کې په یوشمېر سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو برخه کې له ستونزو سره مخ دي، که د اوبو تصفیې ماشینونه راکړل شي، د خلکو ستونزې به هم ورسره حل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خانشین او دېشو د هلمند په سوېل پرتې هغه ولسوالۍ دي چي د تېرو حکومتونو له‌خوا له پام غورځول شوې وې، خو د سرپرست حکومت ځايي چارواکي وايي، هڅه کوي چې د یادو او نورو ولسوالیو د خلکو ستونزې هوارې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام