Asset 1SWN

چین کې تېره میاشت د ای‌فون موبایلونو خرڅلاو ۵۲سلنه لوړ شوی

People look at the new iPhone 15 Pro as Apple's new iPhone 15 officially goes on sale across China at an Apple store in Shanghai, China September 22, 2023. REUTERS/Aly Song

د امریکا د ټکنالوژۍ نړیوال شرکت اپل اړوند «ای‌فون» موبایلونو د روان کال د اپرېل میاشتې پرمهال چین کې ښه خرڅلاو ته درلود او د پېر کچه یې ۵۲سلنه لوړه شوې وه.

د چین دولت اړوند د یوه څېړنیز راپور د معلوماتو له مخې، اپل د تېرکال د مارچ میاشتې په پرتله سږکال د اپرېل میاشت کې د ای‌فون موبایلونو ډېر خرڅلاو کړی چې ۵۲سلنه ډېروالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ای‌فون موبایلون دغه خرڅلاو داسې مهال لوړ شوی چې د روان کال لومړیو کې یې بازار کمرنګه و. اپل شرکت چین کې د نورو سیالانو ترڅنګ په ځانګړې توګه د «هواوې ټکنالوژۍ» له سیالانو بلل کېږي.

د چین د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ اکاډمي د معلوماتو له مخې چې سه‌شنبه، مې ۲۸مه یې خپاره کړي، ویلي، دغه هېواد ته تېره اپرېل میاشت کې د بهرنیو برانډ شرکتونو د وارد شویو موبایلونو شمېر ۳.۴۹۵ میلیونو ته رسېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه شمېر بیا تېرکال ۲.۳۰۱ میلیونه موبایلونو ته رسېده. د اپل ونډو بازار ۲.۳سلنه وده کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام