پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونو د ۲۱ کسان ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي.
یاد وزارت د سېلابونو له امله د مړینې او ټپیانو دغه شمېر داسې مهال په ډاګه کوي چې د بدخشان، بغلان او فاریاب محلي مسوولانو رسنیو ته ویلي چې دې ولایتونو کې د تېرو درېوو ورځو پرمهال څه باندې کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عبدالله جانان سایق سلاموطندار ته وايي، د سېلابونو په پایله کې بدخشان، بغلان، بامیان، سمنګان، ننګرهار، تخار او فاریاب کې ۸۳۹ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۰۰۰ څاروي لهمنځه تللي دي.
هغه وویل: «د تېرو درېوو ورځو پرمهال د سېلابونو په پایله کې چې اوو ولایتونو کې راوتلي، ۲۱کسان مړه شوي او۱۹ نور ټپیان دي چې ۸۳۹ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه لهمنځه تللي. ۵۰۰۰ څاروي او ۹۰۲ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.»
د وروستيو سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د سرپرست حکومت له لوري ورسره تراوسه مرستې نهدي شوي.
د بدخشان د یمګان ولسوالي اوسېدونکي خالد احمد وویل: «تراوسه موږ سره مرسته نهده شوې او د خلکو وضعیت خراب دی، سرپناه نهلري او په ازاده فضا کې ژوند کوي. د سېلابونو زیان خپل حد ته رسېدلی چې ۱۰۰ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړه توګه ویجاړ او څاروي هم لهمنځه تللي دي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په غور او فاریاب کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۳۴ کسان مړه شوي او ۷۸۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا زياته کړي، د غور په لسو ولسواليو او د فارياب په اتو ولسواليو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د فيروز کوه ښار د ګلدرې کلي اوسېدونکې بيبي خان خدايداد وویل: «کله چې سېلاب راغلی، ناڅاپي و، نارینه مو پر کور نهوو، هر څه یې راڅخه وېوړل.»
څه موده وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي وو، د غويي له ۲۱مې تر ۳۱مې د سېلابونو له امله هېواد کې ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرو څو میاشتو پرمهال یې، هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله پر ٥٠زره زيانمنو شويو کورنيو مرستې وېشلې او لاهم روانې دي.