د غور د چهارسدې ولسوالي اوسېدونکې خدیجه چې ۳۸ کاله عمر لري وايي، خپل ټول شته یې له لاسه ورکړي او د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته یې پناه وړې ده.
هغه وايي: «بچیان مې را اېستلي وو؛ خپله مې له زوی او زاړه خاوند سره ډوډۍ خوړله چې سېلاب راغی؛ هېڅ مو را ونه اېستل؛ یوازې یوه بېټرۍ مو له ځانه سره را واېستله، نور ټول کور تر اوبو لاندې شو او هر څه سېلاب یووړل.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور په مرکز فېروزکوه ښار او يوشمېر ولسواليو کې د جمعې ورځې سېلابونو له امله د استوګنې زرګونه کورونه ويجاړ او زرګونه کسان بېځايه شوي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم وايي، په دغو سېلابونو کې ۵۰ کسان چې ډېری یې ماشومان دي، مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي. هغه وايي چې په سېلابونو کې د استوګنې زرګونه کورونه په بشپړه توګه او یا هم څهناڅه ویجاړ شوي دي. نوموړی وايي، لسګونه پلونه او پلچکونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
زعیم زیاتوي: «د ثبت شویو شهیدانو شمېر ۵۰ کسان دي او یوشمېر تر اوسه ورک دي. د فېروزکوه ښار د ډېری اوسېدونکو کورونه او هټۍ له منځه تللي او په ولسوالیو کې هم خلکو ته زیان اوښتی دی.»
بلهخوا په غور کې د جمعې ورځې له سېلابونو یوشمېر ژوندي پاتې شوي کسان د خوراکي او غيرخوراکي توکو له لاسه ورکولو له امله په ناوړه وضعیت کې دي.
د فېروزکوه ښار د ګلدرې کلي اوسېدونکي صالح شېرزی او خيرالله وايي، سېلاب دومره ډېر و چې په وینا یې، دوی یوازې ځانونه او خپل ماشومان ترې را واېستل.
د دوی په وینا، خواړه او د څښاک پاکې اوبه نه لري او که حکومت او مرستندویه موسسې یې اړتیاوو ته پام ونه کړي، ماشومان به یې مړه شي. صالح او خیرالله زیاتوي:
«تحویلخونه مو لرله چې ډېر وسایل، لکه خوراکي توکي، غالۍ او نور څیزونه پهکې وو. یو مېلمستون مو درلود چې په بشپړه توګه سېلاب وړې؛ یوازې موږ ته زیان نهدی اوښتی، د دې سیمې ټول اوسېدونکي زیانمن شوي.»
«له ا.ا او نړیوالو مرستندویانو څخه غواړو چې زموږ ستونزې حل کړي؛ نه د څښاک اوبه لرو او نه هم د خوړو لپاره څه لرو. موږ اوس د دېوالونو خواوو ته ژوند کوو، د اوسېدو ځای نه لرو.»
په ورته وخت کې د غور د والي مرستیال روحالله طریقت وايي، د سېلابځپلیو اړتیاوې یې له مرستندویه بنسټونو سره شریکې کړي او هڅه کوي چې ژرترژره یې ستونزې حل شي.
دغو سېلابونو د غور ولایت په فېروزکوه او دولتیار، شهرک، تولک، دولینه، مرغاب او چهارسدې ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
د سېلابونو راوتلو له امله د غور-هرات لويې لارې په ګډون، د غور د يوشمېر ولسواليو ټرانسپورټي لارې هم د ټرافيکو پر مخ تړل شوي او د جام څلی چې د دغه ولایت یو تاریخي څلی دی، زیانمن شوی او د نړېدو له ګواښ سره