د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالي کې ۲۲ مزايل مرمۍ نيولي دي.
د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلاموطندار ته وويل، کشفي او استخباراتي ځواکونو بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «سرخاب» سیمه کې لرې واټن ویشتونکي ۲۲ مزايل مرمۍ او سل متره ثانيه سوز نيولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ځلاند زياته کړه، دغه مزايل او ثانيه سوز له يوه پخوانۍ پټنځای څخه ترلاسه شوي دي. د نوموړي په وینا، د يادو مزايلو او ثانيه سوز په تړاو تراوسه څوک نهدي نیول شوي.
بايد وويل شي چې تېره اوونۍ هم د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په برهکي، خروار او ازره ولسوالیو کې بېلابېل عملياتونه کړي وو چې د يادو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.