د پکتیا محلي مسوولان وایي چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدعظیم عظیمي وايي، په صادراتو کې یې په لومړي ځل کاغذ د منځنۍ اسیا هېوادونو او جلغوزي ایټالیا ته صادر کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، سبزیجات، حبوبات، د ډبرو سکاره او نور توکي شامل دي.
هغه وویل: «د جوزا له اتمې د کب تر دویمې، په مجموع کې د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي چې دې کې د ډندپټان بندر څخه هم زیات دي. کاغذ په لومړي ځل منځنۍ اسیا ته صادر شوی، جلغوزي هم له پکتیا ایټالیا ته صادر شوي، دا دواړه مهم پرمختګونه دي.»
د پکتیا سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، که څه هم سږکال د تېر ۱۴۰۱ کال په پرتله صادرات له ۱۰تر ۱۵سلنې کم شوي، خو په وینا یې، د سږکال صادراتو کې د سبزیجاتو، وچې او تازه مېوې سلنه د نورو کلونو په پرتله درې برابره زیاته شوې.
دوی وویل، څو ځله له پاکستان سره د خرلاڅي دروازې تړل کېدل او د پاکستان لهخوا په ځینو توکو بندیز او افغانستان دننه، د ترانسپورټ وزرات له لوري د لویو موټرو نوبتي سېسټم رامنځته کول، د صادراتو کموالي اصلي لاملونه دي.
د پکتیا سوداګرۍ خونې مشر حسیبالله ګردېزي وویل: «صادرات لس یا پینځلس فیصده راټیټ شوي په داسې حال کې چې په نورو شیانو کې لکه وچه میوه ، تازه میوه اړ سبزیجاتو کې زموږ صادرات دری برابره زیات شوي صرف د ډبرو سکرو کې زموږ صادرات یو څه اندازه کم شوي چې په عموم کې لس یا پینځلس فیصده زموږ صادرات را ټیټ شوي دي.»
پکتیا کې یوشمېر سوداګر بیا د صادراتو برخه کې د ځینو ستونزو یادونه کوي. د سوداګرو ټولنې مشر خواجهالدین کلیوال وویل، کومو هېوادونو ته چې صادرات کوي، د هغه هېواد ویزه په خپل وخت نهورکول کېږي چې له امله یې زیاتو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وویل: «یوه لویه ستونزه زموږ «تجارانو» هغه د ویزو ده چې موږ د ویزو د نشتون له امله ډیر مشکل سره مخ یو چې لاړ شو هلته د خپل مال خرید او فروش وکو نو موږ نشو کولی چې ویزې واخلو.»
د پکتیا یوه بل سوداګر خیالجان هم وايي چې پاکستان سره د ډنډپټان ولسوالي لارې د ترانزیټ په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي وویل: «ډنډپټان لارې د ترانزیت په تړاو، خو موږ دا څلور-پنځه کاله کېږي، مخکې دولت کې مو هم دا غوښتنه کوله چې زموږ لارې عواید تر نورو لارو ښه دي، خو زموږ لاره خرابه ده. هېڅ کار نهدی، ورته شوی. لارې ته د ترانزیټ لپاره د پاکستان لهخوا هم کار شوی دی، یعنې ډېرې ستونزې دي، که دا لاره ترانزیټ شي، موږ به ډېرې لاستهراوړنې ولرو.»
ځینې سوداګر بیا وایي، د ډندپټان ولسوالي لاره د نورو هغو په نسبت له پاکستان سره لنډه او اسانه ده چې که ترانزیټ شي، هم به سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي او هم به د حکومت عوایدو کې زیاتوالی راشي.