د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې ښه نهده ځلېدلې، نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې یاده لوبه نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۶مه د هند د «اېم چیناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله چې روان نړیوال جام کې ترې ډېرې تمې وي، خو تراوسه یې یوازې څلورو لوبو کې یوه سیالي ګټلې ده.
دې لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د نیدرلنډ پر وړندې وکړه او روان نړیوال جام کې یې خپله لومړۍ بریا یې ترلاسه کړه.
انګلستان هم ورته وضعیت لري. د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو سیالیو اتلې لوبډلې تراوسه په څلورو لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې ده. د افغانستان پر وړاندې د یادې لوبډلې تاریخي ماتې روان نړیوال جام کې مخته تلو ته د انګلستان هیلې پر اوبو لاهو کړې.
خو انګلستان لاهم پنځه لوبې مخکې لري چې نیمه پایلوبې ته د هیلو ژوندۍ ساتلو لپاره باید ټولې وګټي. انګلستان خپلو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې، درې یې بایللي او یوه سیالي د باران له امله بېپایلې پای ته رسېدلې ده.
سریلانکا بیا خپلو کړیو وروستیو پنځو لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې او پاتې یې بایللې دي. دغه لوبډله د اسیا جام سیالیو له پایلوبې راپدېخوا د پام وړ لوبې نهدي کړي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه اسټرالیا په لوی توپیر نیدرلنډ ته ماته ورکړه. نیدرلنډ لوبډلې د اسټرالیا د ۴۰۰ منډو هدف کې یوازې ۹۰ منډې وکړې او د ۳۰۹ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شو.