Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې په ۴ميليارد افغانيو د جمهوريت روغتون د بيارغونې چارې پيل شوې 

IMG-20231022-WA0010

د عامې روغتیا وزارت نن يکشنبه «تلې ۳۰مه» کابل کې د جمهوریت روغتون د ترمیم او بیارغونې چارې پیل کړې.

د دغه وزارت سرپرست قلندرعباد کابل کې د یاد روغتون د بیارغونې چارو د پیل مراسمو کې وویل، دغه روغتون به د څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې په معیاري ډول ورغول شي.

نوموړي وويل «موږ پخوا دغه روغتون کې د تخصص شپږ تر اته ادارې درلودې چې له دې وروسته به دغه شمېر ۲۸ بېلابېلو پروګرامونو ته پورته شي چې ورسره به د بسترو شمېر هم له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې لوړ شي.»

نوموړی هېواد کې دننه د روغتیا په برخه کې د نیمګړتیاوو ستونزه تاييدوي او وايي، افغانان هر کال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر د درملنې لپاره نورو هېوادونو کې مصرفوي.
هغه زیاته کړه چې دغه وزارت هڅه کوي، څو د روغتيايي سېسټم په پياوړتيا او معياري کولو سره هېواد کې دننه د ناروغانو درملنې ته زمينه برابره او روغتيايي سېسټم پر ځان بسيا کړي.
د عامې روغتیار وزارت سرپرست قلندر عباد وویل: «موږ د يو لړ پروګرامونو په پلي کولو سره غواړو، هغه پيسې چې ناروغان د درملنې لپاره له هېواد څخه بهر باسي، مخه يې ونيسو او دا روغتون په يوې تجربوي روغتون بدل کړو او همداراز د هېواد نورو سيمو کې هم ورته طرحې پلې شي.

په همدې حال کې د جمهوریت روغتون مشر امين الله معيني له عامې روغتيا وزارت څخه غوښتنه کوي چې روغتيايي برخو ته جدي پاملرنه وکړي او د دغه روغتون چارې له ټاکلي وخت مخکې پاى ته ورسوي.

هغه وويل: «تېرو شپږو مياشتو کې دغه روغتون ته څه باندې ۱۰۰زره ناروغانو مراجعه کړې چې او څه باندې ۱۲۰۰۰ مو بستر کړي. دغه روغتون ته له لرو او نږدې ولايتونو څخه راځي، نو غوښتنه مو دا ده چې اړوند شرکت دې خپل کارونه له ټاکلې نیټې مخکې بشپړ کړي.
بل‌خوا د ملي پراختیا شرکت مسوولان چې د دغه روغتون د بيارغونې مسوولیت په غاړه لري ژمنه کوي چې دغه پروژه به په سمه توګه پلې کړي.

د ملي پرمختیایي شرکت مرستیال عبدالولي عادل وویل: «موږ د عامې روغتيا وزارت او خلکو ته ډاډ ورکوو چې دغه روغتون به په سمه توګه مخکې لاړ شي او له کيفيت يې ډاډ ورکوو.

همدارنګه د ښار او کور جوړولو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو سرپرستانو هم دغه غونډه کې هېواد کې دننه د درملنې د کیفیت پر لوړولو او د روغتیايي سیستم پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې داسې حال کې پېلیږي چې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد له ۵۰ تر ۶۰ سلنه وګړو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام