له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې له نږدې اوږده ځنډ وروسته نن چهارشنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه کڅوره کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک نن چهارشنبه د غويي ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.
دا له نږدې اوږده ځنډ وروسته لومړی ځل دی چې افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو د نغدي مرستو کڅوړه رالېږدول کېږي.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د ستاینې ترڅنګ، هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو را لېږدولو هرکلی هم کړی دی.
دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.
دغه بانک همداراز ویلي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټنګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»
په ورته مهال د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځتهکېدو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هیلهمندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکټور له لارې وشي.
#سلام_وطندار