په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې یې د غلا او نشهيي توکو د کارونې په تور اته کسان نیولي او د نورو مجرمانو د نیولو لړۍ روانه ده.
په جوزجان کې د طالبانو امنیه قوماندان داملا سراج وايي، یاد کسان چې شپږ یې د نشهيي توکو د کارونې او دوه نور هم د څو موټرو د غلا په تور نیولي او له ارزونو او سندونو تر بشپړېدو وروسته به یې عدلي او قضايي برخې ته وسپاري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سراج زیاتوي چې له امنیتي حوزو سره د خلکو همکارۍ په دغه ولایت کې جنايي جرمونه کم کړي دي.
په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې د امنیت ټینګښت په موخه د مجرمانو نیولو په برخه کې همکاري کوي او اجازه به ور نه کړي چې د ناامنۍ او جنايي جرمونو لمنه یو ځل بیا پراخه شي.