Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوسپنې پټلۍ له‌لارې ۹۷زره مټریک ټنه انتقالات شوي

انتقالات اوسپنې پټلۍ

تېره اوونۍ د روان کال د ميزان له ۴مې تر ۱۰مې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۷ زره او ۵۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي.

د ټولګټو وزارت وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن (یکشنبه، میزان ۱۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې «۷۳۸۲۵» ټنه، د آقینې بندر له لارې «۲۰۴۲» ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې «۱۵۰۶۷» ټنه او د خوافـ هرات له لارې «۶۵۸۸» ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي.

هغه ویلي چې تېره یوه اونۍ کې د انتقالاتو له ډلې ۳۲۷ ټنه صادرات دي چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


محمد اشرف حق‌شناس همدارنګه لیکلي چې هر څومره د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د هغه په وینا، د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام