Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په ۹۳میلیونه افغانیو د څلور پروژو چارې پیل شوې

IMG-20241205-WA0021

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور پروژو چارې پیل شوې.

د خوست ښاروالي رياست څخه نن پنج‌شنبه، لیندۍ ۱۵مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې یادې پروژې د ښار په لومړۍ، دویمه او درېیمه ناحیو کې پلې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپانه کې زياته شوې چې په يادو پروژو کې نږدې ۳ کیلو متره سړک، ۲ نیم کلیو متره لښتي، یو کیلومتر د لښتیو سلبونه، ۶ پل‌چکونه او د سرکونو منځ کې ګلدان جوړول شامل دي.

خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال له قوله ويل شوي چې د ولايتي مسوولانو او ښاريانو په مرسته یې، په ښه ډول تفصيلي پلانونه پلې کړي دي.

خبرپاڼه د مسوولانو له قوله زياتوي چې خلکو ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خوست کې له دې وړاندې هم د ښاروالي له لوري پراختیايي پروژې پلې شوي چې خلکو ته یې، ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام