غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله ۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کسان یوازې پرون «یکشنبه، اګسټ درېیمه» وژل شوي چې ۵۶ کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي.
په ورته مهال غزه کې د نن ورځې له پیل سره هممهاله د اسراییلي ځواکونو بریدونو دوام لري او تر دې مهاله یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور بیا ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا لوږې ځپلې غزې ته د مرستو لېږد په لړ کې د روانې اوونۍ په پیل کې له مرستو بار ۳۵ لارۍ غزې ته پرېښودل شوي، خو لاهم ۲۲زره لارۍ غزې ته د ننوتلو په تمه دي.
غزه کې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۶۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۵۰زره نور کسان بیا ټپیان شوي دي.