Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۹۰۶ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي

4 کډوال پاکستان

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې یوازې پرون «پنجشنبه» ۹۰۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، له نیمروز د ورېښمو پله (پل ابریشم) له لارې ۴۵ کورنۍ، د هرات له اسلام‌کلا بندر څخه ۱۸ کورنۍ، د کندهار له سپین‌بولدک لارې ۶۴ کورنۍ او د ننګرهار تورخم بندر له لارې ۷۷۹ کورنۍ هېواد ته راګرځېدلې دي.

بل‌خوا، ملګري ملتونه وايي چې یوازې ۱۱سلنه بېرته راستنېدونکي کډوال د کار زمینه لري چې دا چاره د بشري او اقتصادي اندېښنو کچه لا لوړه کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې وړ ده چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۷۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې وې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د کډوالو دا لویه څپه د کار، سرپناه او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ ده، او بېړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام