Asset 1SWN

سلام وطندار

د درېوو اسراییلي مېرمنو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشې شول

۱۱۱۱۱۱۱

د حماس او اسراییلو ترمنځ د شوي اوربند له مخې، بېګاه شپه ځايي وخت ۱:۰۰ بجه د درېوو اسراییلي مېرمنو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشې شول.

دغه ۹۰ فلسطینیان چې ډېری یې، مېرمنې وې، د سره صلیب په موترو کې بېګاه ناوخته د لوېدیځې تړانګې رام‌الله ښار کې خپلو کورنیو سره یوځای شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم سلګونه کسانو فلسطیني ازاد شویو ته د ښه‌راغلاست لپاره راټول شوي او خوښي کوله، خو د اسراییلي ځواکونو له لوري خبرداری ورکړل شوی چې نمانځنه دې نه‌کوي.

په خوشې شویو فلسطینیانو کې ۶۹ یې، مېرمنې او ۲۱ یې، تنګي ځوانان دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوي اوربند پر بنسټ، تراوسه معلومه نه‌ده چې څومره فلسطینیان به خوشې شي، خو په ځینو خپرو شویو راپورونو کې یې، شمېر له ۱۰۰۰ تر نږدې ۲۰۰۰ کسانو ښودل شوی دی.

د اوربند په لومړي پړاو کې به همداراز حماس د ۴۲ ورځو پرمهال ټول ۳۳ اسراییلیان ازادوي چې راتلونکې شنبه به نور کسان هم ازاد کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرکال اکتوبر له اوومې راهیسې څه باندې ۴۶زره فلسطینیان وژل شوي او د غزې نږدې ۹۰سلنه اوسېدونکي په زور له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام