Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندهار شورابک کې ۹۰ کیلومټره سړک بیارغول کېږي

1000306056

د کندهار شورابک ولسوالي کې  په ۳۰۵ میلیونه افغانیو د څه باندې ۹۰ کیلومترو په اوږدوالي د یو جغلي سړک د رغونې چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ په دې اړه چمتو شویو مراسمو کې د نوې پروژې د رسمي پیل خبر ورکړ.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده وویل: «موږ به خپل هېواد د خپلې بودیجې په مټ جوړوو؛ نور د بل چا د احسان اړتیا نه لرو.»

نوموړي زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د بیارغونې ګڼ‌شمېر پروژې په چټکۍ روانې دي او حکومت هڅه کوي لرې پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 غونډې  کې د سیمې اوسېدونکو د سړک د رغېدو هرکلی وکړ او یاد سړک  یې د ژوند په بیلابیلو برخو کې یو مهم بدلون وباله. د سیمې یو سپین‌ږیري حاجي امین  وویل: «کلونه کېږي چې د لارې نشتون موږ له بازار، روغتیا، کار او ښوونځي محروم کړي وو. دا سړک زموږ لپاره د نوې هیلې دروازه ده.»

د غونډې ځوان ګډونوال محمداشرف هم وویل چې د پروژې په پیل سره په سیمه کې د کار زمینه رامنځته کېږي: «سلګونه کسانو ته کار پیدا کېږي، او موږ به وکولی شو د سیمې په ابادۍ کې خپله برخه ولرو.»

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سړک د رغونې په بهیر کې به سلګونه کاريګر په لنډمهاله توګه بوخت شي، او له بشپړېدو وروسته به د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې په اساسي ډول هوارې شي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام