Asset 1SWN

خوست کې ۹ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

خوست پروژې

د خوست ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نادرشاه‌کوټ ولسوالي اړوند نهو کلیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت ۹ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونپس مؤسسې په مالي ملاتړ پلي شوي چې د اوبو د ذخیروي بندونو، سربندونو، استنادي دېوالونو او د اوبو د کانالونو جوړول پکې شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې د ولايتي مسوولانو په خبره ویل شوي چې یادې پروژې به د خلکو د ژوند د ښه‌والي ترڅنګ، د سیمه‌ییز اقتصاد، کرنې او د کلیوالو د عایداتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

د دغو پروژو څخه نږدې ۱۳۱۲ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کوي او د تطبیق پر مهال پکې لسګونه خلکو ته د کار‌ زمينه هم برابره شوې وه.

د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو پروژو پلي کيدو غوښتنه یې هم وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام