د لغمان امنیې قومنداني مسوولان وایي چې نن یکشنبه، لړم ۲۵مه، د لغمان قرغیو ولسوالي په میاخان کڅ سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړک څخه (اوښتی) او اور یې اخیستی چې پهکې شپږ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول محمدیونس یوسفزي سلاموطندار ته وویل چې په یاد موټر کې نهه کسان سپاره وو چې د پېښې له رامنځته کیدو سره د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون شپږ کسان مړه او پاتې درې نور سخت ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یوسفزي د معلوماتو له مخې ټپیان د درملنې په موخه د قرغیو ولسوالي د کاکڅ روغتون ته انتقال شوي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.